د فراه ښار په ۲۴ کلونو کې پنځه برابره پراخ شوی

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام (یونهبیتات) ویلي چې د افغانستان د لوېديځ فراه ولایت مرکز، فراه ښار، په تېرو ۲۴ کلونو کې پنځه برابره پراخ شوی دی. دغه بهیر هم فرصتونه لري او هم ننګونې.
د دې نړیوال سازمان په وینا، ښاري پراختیا هغه وخت پرمختګ ته رسي چې د ښاري پلان جوړونې او هوښیارې پانګونې پر بنسټ رهبري شي. دا ډول تګلاره د ښاري خدماتو په ښه کولو، د نابرابرۍ په کمولو او د ټولو اوسېدونکو لپاره د سالم چاپېریال په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
خو د وروستیو کلونو په اوږدو کې د یو شان ښاري تګلارو نشتوالی او د عامه خدمتونو د مدیریت کمزورتیا، په ځانګړي ډول د طالبانو تر ادارې لاندې، د ښارونو د نامتوازن ودې او د ښاري زېربناوو پر وړاندې د فشار په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام د ښارونو په راتلونکي ټینګار کوي او له مسؤلو ادارو او پرمختيايي شریکانو غواړي چې په افغانستان کې د دوامدارو ښارونو د جوړولو لپاره اوږدمهاله پلانونه او هدفمنده پانګونه په لومړيتوب کې راولي.




